ضلعي انتظاميي او پوليس د کلين اپ اپريشن په کولو سره د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر کور زمان پارک مکمل کنټرول ترلاسه کړے دے

باغی ټی وی رپورټ
زمان پارک کې د پي ټي ايي د مشر عمران خان د استوګنې دواړه کوڅې په خنډونو او کانټينرونو بندې شوې او زمان پارک سيمه د عامو خلکو لپاره د تګ راتګ نه ډکه سيمه ګرځېدلې ده.
ضلعي انتظاميي د کرينونو په مرسته د دواړو کوڅو نه د خنډونو او کنټينرونو د ليري کولو کار شروع کړے او د شپې تر ناوخته پوري ئي د کانال روډ نه د کانټينرونو په ليري کولو سره سړک پاک کړے دے۔
بل لوري ته د زمان پارک نه مزدوران هم ورک شوي او خیمې یې پورته کړې دي، ددې نه علاوه د عمران خان د کور په دروازه کې پولیس ناست دي، د خلکو د راتګ او تګ راتګ هم پیل شوی دی. د زمان پارک په شاوخوا سړکونو کې هم خنډونه لرې شول.
بل اړخ ته عمران خان د خپل کور د داخلي برخو تلاشي نه کولو باندي ډز کړي او د سرچ اپريشن نه ئي سرکاری ټيم بند کړے دے۔
په دې لړ کې د پنجاب د اطلاعاتو وزیر ویلي، عمران خان ته د ۲۲۰۰ مطلوبو کسانو نوملړ ورکړل شوی، چې په کې د عمران خان وراره حسن نیازی هم شامل دی.






