د امريکا د ملي امنيت پخواني سلاکار جان بولټن د پي ټي ايي له مشر عمران خان سره ټيلېفوني اړيکه نيولې دي

باغی ټی وی رپورټ
جان بولټن وویل چې د عمران خان چلند د پاکستان او امریکا په اړیکو کې د خنډونو او د کړکیچ د زیاتیدو لامل کیږي، د ملکي وګړو دوسیې باید په پوځي محکمو کې ونه چلول شي.
هغه وویل په پاکستان کې د تشدد او بې ثباتۍ دوام د هیچا په ګټه نه دی.
بل خوا د کاناډا د پارلمان ۱۶ غړو هم د پاکستان د حالاتو په اړه لومړي وزیر جسټن ټروډو ته یو لیک استولی دی.
په دغه لیک کې په پاکستان کې د سوله ییزو لاریونونو پر اجازه د ټینګار سره په پاکستان کې د تاوتریخوالي ټولې پېښې غندل شوي دي.






