د احتساب قامي ادارې (نیب) وزیراعظم شهباز شریف د آشیانه هاؤسنګ سکیم کیس کښې بې ګناه اعلان کړی دی

0
137

باغي ټی وی رپورټ

لاهور: د احتساب قامي ادارې (نیب) وزیراعظم شهباز شریف د آشیانه هاؤسنګ سکیم کیس کښې بې ګناه اعلان کړی دی.

د نيب رپورټ ترمخه د آشيانه هاؤسنګ سکیم په قرارداد کښې د کرپشن کوم ثبوت نه دے موندلے شوے، د حکومت خزانې ته نقصان رسولے شوے او شهباز شريف ته هيڅ فائده نه ده ترلاسه شوې۔

د نيب ترمخه په آشيانه هاؤسنګ سکیم کښې د شهباز شريف خلاف د اختياراتو د غلط استعمال هيڅ ثبوت نه دے موندلے شوے، په دغه کيس کښې د شهباز شريف په ضد د بدنيتۍ کوم اړخ هم ثابت نه شو.

نېب وايي بې له شکه دا ثابتېږي چې د حکومت خزانې ته زيان نه دی رسېدلی.

د نیب په رپورټ کې ویل شوي چې کامران کیاني هم نه حکومتي خزانې ته تاوان رسولی او نه فواد حسن فواد د قرارداد ترلاسه کولو لپاره رشوت اخیستی دی.

د نيب ترمخه شهباز شريف آشيانه هاؤسنګ سکیم د نافذه قانون مطابق د کرپشن مخنوي ته استولې وو۔

نیب سپارښتنه کړې چې احتساب عدالت دې د شهباز شریف د بریت په درخواست د قانون مطابق فیصله وکړي.

پر شهباز شریف څه تورونه ول؟

دسرچينو ترمخه نيب لخوا شهباز شريف باندې څلور تورونه لگول شوي دي.

لومړی تور دا و چې هغه د وزیر اعلی په توګه د آشیانه سکیم پروژه له PLDC څخه LDA ته انتقال کړه.

دوهم تور دا وو چې د ايل ډي اے نه بيا پي ايل ډي سي ته د منتقلولو غيرقانوني احکامات ورکړل شوي وو۔

دریم تور دا وو چې دوی دا پروژه پاراګون ته د سپارلو امر وکړ، بیا یې د غیرقانوني امرونو له لارې د PPP (Public Private Partnership) موډ کې واچاوه.

پر شهباز شریف څلورم تور دا و چې د بورډ په چارو کې یې غیر قانوني لاسوهنه کړې او د قانون خلاف یې عمل کړی، چې په ۲۰۱۳ کال کې یې له لطیف سنز سره په غیر قانوني توګه تړون لغوه کړ.

Leave a reply