کراچۍ کښې د غلو په وړاندې مقاومت، یو رور وژل شوې،درې ټپیان شوي

0
179

باغي ټی وی رپورټ

د کراچۍ په سرجاني ټاون سیمه کې په یوه کور کې دننه د غلو پر وړاندې د ډزو له امله یو ورور وژل شوی او درې وروڼه ټپیان شوي دي.

له جيو نيوز سره په خبرو کې د ټپي شوي بلال ورور وايي، چې زموږ څلور وروڼه د غلو په وړاندې د مقاومت په خاطر په کور کې دننه ډزې وشوې، له پنځو څخه تر شپږو پورې کسان کور ته ننوتل او وسله والو مخونه پټ کړل، تورن کسان وسلې او چاقوګانې درلودې. .

ټپي بلال دا هم وويل چې په احسن آباد کې د غوښې دوکان لرو او د کور څخه درې لکه روپۍ لوټلو وروسته تښتېدلي دي.

ټپي بلال زياته کړه، چې يو غل يې نيولى او پوليسو ته يې سپارلى دى.

د پوليسو په وينا، ټپيان په شا او خېټه کې دوه ګولۍ لګېدلي او ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Leave a reply