د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د معدې د درد له امله په شوکت خانم روغتون کې طبي معاینات شوي دي

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د معدې د درد له امله په شوکت خانم روغتون کې طبي معاینات شوي دي.
پخوانی لومړی وزیر عمران خان په سختو امنیتي تدابیرو کې له زمان پارک لاهور څخه شوکت خانم روغتون ته وړل شوی دی.
د پي ټي آئي سرچينو ترمخه عمران خان د ماسپښين راهسې د معدې درد محسوس کړے دے۔
سرچينې زياته کړې چې د عمران خان څلور ساعته د شوکت خانم روغتون ډاکټرانو طبي معاينه وکړه.
عمران خان د معدې د درد له امله څلور ساعته په روغتون کې پاتې شو، خو د طبي معایناتو نه وروسته د پي ټي آی چیرمین شوکت خانم له روغتون څخه راستون شو او زمان پارک ته ورسید.






