د ننګرهار والي د کورنيو چارو وزارت مرستيال او نورو مسئولينو په ملتيا د یاد ولایت له يو شمېر ولسواليو ليدنه ترسره کړی.

0
219

د ننګرهار والي د کورنيو چارو وزارت مرستيال او نورو مسئولينو په ملتيا د یاد ولایت له يو شمېر ولسواليو ليدنه ترسره کړی.

19 مئي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي ملا نعيم اخند، د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال مولوي نور جلال، د ولايت مرستيال مولوي رباني ناصح او يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا له چپرهار، پچير اګام، هسکې مېنې او روداتو ولسواليو څخه ليدنه وکړه.

 

په ياد سفر کې د ولايت مالي او تاميناتي رئيس مولوي شاهد نوراني، کانال رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم، د اقتصاد رئيس مولوي امين الله، د سره رود ولسوال مولوي مصطفی، د ولايت مالي مسئول قاري عزيز الله صديقي او نورو مسئولينو حضور درلود.

 

يادو مسئولينو د چپرهار، پچيراګام، هسکې مېنې او روداتو ولسواليو ملکي او نظامي مسئولينو سره د امنيت لا ښه تامين، ولسونو ستونزو حل، ښې حکومتولۍ، انکشافي چارو او نورو برخو کې خبرې او سپارښتنې وکړې.

 

همدا راز يې بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزې او وړانديزونه واورېدل او په حل کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز يې سيمه ييزو مسئولينو ته ولس سره د ښو اړيکو، ښې حکومتولۍ، قانون تطبيق، عدالت، همغږۍ، همکارۍ او نورو برخو کې لارښوونې وکړې.

 

د ولسواليو مسئولینو په بېلابېلو برخو کې د معلوماتو شريکولو ترڅنګ په خپله برخه کې د ښو اجراتو تر سره کولو او اوامرو تطبيق څخه ډاډ څرګند کړ.

اړوند موضوعات

د ننګرهار ولایت مرستیال والي د یاد ولایت د کوټ ولسوالۍ او یو شمیر نورو سیمو مخورو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

 

د ننګرهار والي، د کورنيو چارو وزارت مرستيال او ورسره مل پلاوي د يادو ولسواليو بېلابېلې سيمې له نږدې وليدې او په يو شمېر برخو کې يې پر لازمو تدابيرو د نيولو پرېکړې وکړې.

Leave a reply