اسلامي امارت د هلمند اوبو په اړه د ایران د ولسمشر ادعاوو ته غبرګون ښودلی او وضاحت اعلامیه یې ورکړی.

0
110

اسلامي امارت د هلمند اوبو په اړه د ایران د ولسمشر ادعاوو ته غبرګون ښودلی او وضاحت اعلامیه یې ورکړی.

19 مئي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند له دفتره په یوه تازه خپره شوې وضاحتي خبرپاڼه کې چې د ایران د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په تړاو ده ویلي چې اسلامي امارت د ۱۳۵۱ کال شوې معاهدې ته ژمن دی.

تیره ورځ د ایران ولسمشر سیستان او بلوچستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د هلمند د اوبو په اړه یو لړ څرګندونې کړي، چې اسلامي امارت یې په اړه وضاحتي اعلامیه خپره کړی.

 

اسلامي امارت وایي: د افغانستان او ایران ترمینځ د اوبو تړون چې نیمه پيړۍ وړاندې په ۱۳۵۱ لمریزکال کې لاسلیک شوی، تر اوسه پخپل ځای دی، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې په شوو تعهداتو باندې عمل وکړي.

 

داچې په دا وروستیو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې سخته وچکالي تیره شوه، د اوبو سطحه ټيټه شوې، د هلمند د رود په ګډون زموږ ګڼ ولایتونه اوسيمې له وچکالۍ څخه کړيږي او کافي اوبه شتون نه لري.

 

په داسې یو حالت کې د ایراني اړخ لخوا په مکرر ډول د اوبو غوښتنه او بیا په رسنیو کې یو لړ نامناسبي څرګندونې په زیان بولو.

 

ایراني چارواکي د هلمند د اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، داچې واقعیت سم نه وي مطالعه شوي، او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوه وروڼو او مسلمانو هیوادونو د خلکو او هیوادونو ترمينځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هيڅ جهت په ګټه نه ده او باید تکرار نشي.

اړوند موضوعات

وزیر امور خارجه ایران با همتای افغان خود تلفنی گفتگو کرد

 

اسلامي امارت یوځل بیا ژمنه کوي چې د هلمند د اوبو د تړون په نظر کې نیولو سره ټوله سعیه کوي چې ایراني ولس ته د هغوی سره ژمنه شوې اوبه ورته پریښودل شي، خو په دې شرط چې زموږ د اوبو زیرمې هغې کچې ته ورسیږي چې که یې ایران ته ورخوشي کړو نو د هلمند په وچ رود کي به په سوونو کلیومتره لار ووهي او ایران ته به ورسیږي حال داچي فعلا د کمال خان بند کي هیڅ اوبه شتون نه لري او د کجکي بند لیږ اوبه که ورخوشي شي تر هغه ځایه نه رسیږي، نو په کار ده چي ایراني لوری دا حقایق درک کړي.

Leave a reply