په بلوچستان کې د سراج الحق پر کاروان ځانمرګی برید شوی په ژوب کې د جماعت اسلامي د امیر سراج الحق د کاروان سره نږدې چاودنه شوې ده
باغی ټی وی رپورټ
په بلوچستان کې د سراج الحق پر کاروان ځانمرګی برید شوی
په ژوب کې د جماعت اسلامي د امیر سراج الحق د کاروان سره نږدې چاودنه شوې ده.
د جماعت اسلامي سيکرټري جنرل اميرالعظيم وينا ده چې په بلوچستان کې په سراج الحق ځانمرګی بريد شوی او بريدګر پکې وژل شوی دی.
هغه وويل چې سراج الحق او نور ټول ملګري خوندي دي.
بل لوري ته پوليس وئيلي دي چې په ژوب کې د سراج الحق کاروان سره نزدې بمي چاؤدنه شوې ده او د جماعت اسلامي امير سراج الحق په دغه چاؤدنه کې خوندي پاتې شوى دى.