وزيراعظم شهباز شريف د پټرولو او ډيزلو په نرخونو کښې د کمي اثرات په فوري توګه خلکو ته رسولو هدايات کړي دي

0
100

باغي ټی وی رپورټ

اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف د پټرولو او ډيزلو په نرخونو کښې د کمي اثرات په فوري توګه خلکو ته رسولو هدايات کړي دي۔

د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې وزيراعظم هدايات جاري کړي چې داخله وزارت او ضلعي انتظاميې دې د نورو شيانو په نرخونو کښې کمي يقيني کړي.

وزيراعظم دا هم وئيلي چې د منافع خورانو په ضد دې سخت کاروائي وشي، د پټرولو او ډيزلو په نرخونو کې د کمي په تناسب دې کرايې کمې کړل شي، د پټرولو او ډيزلو د کميدو په تناسب دې د خوراکي شيانو په نرخونو کې هم کمي وشي. نرخونه باید کم شي.

Leave a reply