جې پرکاش چې په مخصوص سیټ د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو، هم د تحریک انصاف نه د وتلو اعلان کړی دی

0
148

باغی ټی وی رپورټ

په کراچۍ کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، جې پرکاش په قهر شو او ویې ویل چې هغه د می په نهمه په کراچۍ کې و او ولیدل چې سوله ایز لاریون په تاوتریخوالي بدل شو او پوځي تاسیساتو ته وغځول شو.

ده ووئيل زه د پي ټي آئي د اقليتي څانګې صدر وم او په ټول پاكستان كښې مې د ګوند كمېټې جوړې كړې، مونږ په هر مشکل كښې د ګوند ملاتړ وكړو، په دې 13 مياشتو كښې مو پرامن احتجاجونه وكړل۔

جې پرکاش وویل چې زه نه پوهیږم هغه کسان څوک وو چې دا کار یې کړی خو باید سزا ورکړل شي، که پوځ وي نو پاکستان دی او که پاکستان وي نو موږ هم هلته یو.

Leave a reply