د پنجاب نګران حکومت ترهګرو ته د غیرمعمولي سهولتونو ورکولو په تور د یو جج په ضد د ریفرنس لیږلو پریکړه کړې ده
باغی ټی وی رپورټ
لاهور: د پنجاب نګران حکومت ترهګرو ته د غیرمعمولي سهولتونو ورکولو په تور د یو جج په ضد د ریفرنس لیږلو پریکړه کړې ده.
د پنجاب د نگران وزيراعلي محسن نقوي په مشرۍ کښې يوه غونډه شوې چې پکښې د نهم مئ په پيښو کښې د ککړ ملزمانو خلاف د قانوني کاروائي د پرمختګ جاج واخستل شو په کوم کښې چې په پيښه کښې ککړ ملزمانو ته د نقدې انعامونو منظوري ورکړې شوه۔ د ترهګرۍ پېښې
په غونډه كښې د آئي اېس آئي په دفتر بريد كښې د نامزد ملزمانو په غيرقانوني اسانتياو اندېښنه څرګنده شوه۔
په غونډه كښې فيصله وشوه چې ترهګرو ته غير معمولي اسانتياوې برابرولو په تور به د يو جج په ضد ريفرنس لېږلې شي او د نامزد ملزمانو د غيرقانوني او غير آئيني سهولتونو فيصله به هم چيلنج كولې شي۔
په غونډه کې ویل شوي چې د تورنو کسانو اسانتیا د عدالت د قتل په معنا ده.
نگران وزيراعلي محسن نقوي د شرپسندانو په ضد د درج مقدمو د بشپړې تعقيب امر وکړو او ويې ويل چې د تښتېدلو شرپسندانو نيول دې ژر تر ژره يقيني کړل شي، د پوځ په تاسيساتو او عامه اثاثو باندې بريد کوونکي د هيڅ رعايت مستحق نه دي، د مئ په نهمه نېټه د پاکستان تاریخ یو تور فصل دی