وزيراعظم شهباز شريف به نن د پېښور دوره کوي

باغی ټی وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف به نن پيښور ته ځي چرته به چې هغه د ريډيو پاکستان پيښور د ودانۍ او فورټ بالا حصار پيښور ليدنه کوي۔
د دې سفر په ترڅ کې به لومړی وزیر د می د نهمې نېټې د تاوتریخوالي په ترڅ کې د اوښتو زیانونو کتنه وکړي.
وزيراعظم ته به د تشدد په پېښو كښې د اوښتو زيانونو او د امن او امان صورتحال او قانوني كاروائي په اړه بريفنګ وركړې شي۔






