د سندهـ د کار وزير سعيد غني د پي ټي ائي پرېښودونکو ته بلنه ورکړه چې په پيپلز ګوند کې شامل شي.
باغي ټي وي رپورټ
کراچۍ: د سندهـ د کار وزير سعيد غني د پي ټي ائي پرېښودونکو ته بلنه ورکړه چې په پيپلز ګوند کې شامل شي.
په کراچۍ کې خپلو خبرو کې سید غني وويل چې پي ټي ائي پريښودو سره به ډير خلک پيپلزپارټۍ کې شامل شي، د پي ټي ائي ټول غړي او ووټران د ملک دښمنان نه دي.
ده ووئيل پيپلز پارټۍ د هغو كسانو لپاره غوره آپشن دے كوم چې د قامي اسمبلۍ په ضد د پالېسۍ نه ځان جدا كوي
دا خبره مهمه او د یادونې ده چې ګنړ شمیر د پي ټي آی ګوند مشرانو د خپل ګوند پریښودو اعلان کړې دې په داسې وخت کښې چې عمران خان هم د کورکمانډر لاهور کښې ورانۍ کولو او سوځولو غندنه کړې ده .