د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ د پنجاب حکومت نه د پي ټي آئي د ټولو نظر بند مشرانو او کارکنانو تفصيلات غوښتي دي

0
84

باغي ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ د پنجاب حکومت نه د پي ټي آئي د ټولو نظر بند مشرانو او کارکنانو تفصيلات غوښتي دي.

د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بينچ جسټس چوهدري عبدالعزيز د پي ټي آئي د مشرې شيرين مزاري د نظربندۍ کيس سماعت کړيدے په کوم کښې چې عدالت پوښتنه کړې چې ولې مشران او کارکنان د مقدمې نه بغير په نظر بند کښې ساتل شوي دي۔ د هغو کارکونکو او مشرانو جزئیات ورکړئ چې هیڅ قضیه نلري.
عدالت د پنجاب حکومت نه د پي ټي آئي ټولو نيول شوو مشرانو او کارکنانو تفصيلي رپورټ غوښتې دې۔د اوريدنې په مهال بيرسټر شعيب په جيل کې له شيرين مزاري سره د ملاقات غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د جيل چارواکو او ډپټي کمشنر د ملاقات نه انکار کړې دې، د شيرين مزاري حالت ښه نه دی، هغې ته عاجله دوا پکار ده.

عدالت وکيلانو ته د شيرين مزاري سره د ملاقات اجازه ورکړه او اوريدنه يې د مئ تر ٢٢مې نيټې پورې وځنډوله.

Leave a reply