د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په جناح هاؤس د حملې غندنه کړې ده

0
176

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په جناح هاؤس د حملې غندنه کړې ده او وئيلي ئې دي چې دې کار د پاکستان بدنامي کړې ده او هغه څه چې بايد شوي نه واي.

لاهور هائي کورټ کښې د غير رسمي خبرو په مهال خبريال له عمران خان نه پوښتنه وکړه چې ايا هغه په ​​جناح هاؤس حمله غندي؟ په دې اړه د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل زه په جناح هاؤس بريد غندنه كوم، دا پخوا هم شوې او هر پاكستاني يې غندنه كوي، دا د پاكستان بدنامي ده، هغه څه چې بايد شوي نه واى.
هغه وويل، چې ميډيا ته يې خپل کور خلاص کړى، د ترهګرو د پاتې کېدو په خبرو کې هيڅ حقيقت نشته، د پي ډي ايم او د بشري حقونو سرغړونو هېواد بدنامه کړ.

Leave a reply