پي ټي ائي چې کوم کار کړى هغه د پاکستان په ضد دجګړې برابر دى: د پاکستان دفاع وزیر

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې سياسي اختلافات شته خو دا په املاکو بريد نۀ کوي، پي ټي ائي چې کوم کار کړى هغه د پاکستان په ضد دجګړې برابر دى.
عرب ټي وي سره په خبرو کې ددفاع وزير خواجه اصف وويل دمي په ٩مه نيټه دپي ټي ائي وسله والو په پوځي تاسيساتو بريدونه وکړل، په راولپنډۍ، ميانوالي او لاهور کې دتشدد پيښو کې دپي ټي ائي په غړو بريدونه شوي دي.هغه وويل چې په پاکستان کې تر دې وړاندې هم بنديانې شوي، زه هم نيول شوى يم، زما مشر او زما د سياسي ګوند ډېر کسان نيول شوي، موږ نيول شوي، خو موږ هېڅکله د تاوتريخوالي سياست نه دى کړى، بنديان مو کړي، خو دوى هېڅکله پر پوځي او ملکي وګړو بريدونه نه دي کړي.
ددفاع وزير وويل سياسي اختلافات موجود دي خو ددې مطلب دا نۀ دى چې په املاک دې بريد وشي، دپي ټي ائي شرپسندانو ديو سوچه پلان لاندې په پوځي تاسيساتو بريدونه کړي، دا ډول عمل دپاکستان په ضد دجګړې په معنا دى.
هغه زياته کړه، چې د بريد کوونکو محاکمه به د اساسي قانون له مخې په پوځي محکمو کې کېږي، تاسو به سمه وي، موږ هڅه کوو چې حالات کنټرول کړو، په ښارونو کې امن بحال شو او په څو ورځو کې به حالات بېرته عادي شي. ورځې
خواجه اصف اوویل چې انتخابات به په خپل وخت د اکتوبر په میاشت کې کېږي.






