نيب راولپنډۍ عمران خان او بشرا بي بي ته د برطانيې نيشنل کرائم ايجنسئ نه د 190 ميليونه پاونډز اخستو په مقدمه کښې طلب کړي دي ولي د پي ټي آئي چيئرمېن نن نېب کښې حاضر نه شو.

0
178

باغی ټی وی رپورټ

سرچينې وائي چې وکيلانو عمران خان ته مشوره ورکړې ده چې په شخصي توګه نيب ته حاضر نۀ شي.

عمران خان ته سپارښتنه شوې چې د وکيلانو له لارې نېب ته شل نکاتي ځوابونه او اسناد ورکړي.

په دې لړ کښې نيب ته تيره ورځ زمان پارک کښې درې پاڼيزه نوټس ترلاسه شوے وو چې پکښې عمران خان ته نن سحر لس بجې نيب راولپنډۍ کښې د وړاندې کېدو هدايات شوې وو۔

عمران خان ته هدايات شوي چې د کيس سره تړلي اسناد دې له ځانه سره راوړي او ورته ويل شوي چې د القادر ټرسټ تفصيلات او د الحاق کاغذونه او د ډيډ بينک اکاونټونو تفصيل هم له ځانه سره راوړي.

نوټس کې ویل شوي چې د عمران خان د نه حاضریدو په صورت کې به قانوني کاروايي وشي.

بل خوا نيب راولپنډۍ د احتساب پخوانې خاص مرستيال شهزاد اکبر هم په 22م مئ د ورته سکينډل تحقيقاتو کښې طلب کړې دې۔

Leave a reply