د لاهور، راولپنډۍ، ملتان، فيصل اباد او د بلوچستان په ځينو سيمو پشمول د پنجاب، خېبرپښتونخوا، آزاد کشمير او بلوچستان په ځينو سيمو کې په بېلا بېلو حادثو کې ٧ کسان وژل شوي دي

باغی ټی وی رپورټ
د ملک په بیله بیله سیمو کښې ډیری فصلونه او باغونه د باران او باد له امله اغیزمن شوي دی.
لاهور کښې د باران له وجې د ليسکو سل نه زيات فيډرونه ړنګ شوي چې له وجې په ډيرو سيمو کښې د څو ساعتونو لپاره بجلي بنده شوې ده۔
دې نه علاوه ميانوالي کښې باران له وجې ديوال راپريوتو له وجې څلور ماشومان او جهنګ کښې د چت غورځيدو له وجې دوه کسان مړه شوي دي۔
په ملتان کې هم د چت غورځيدو پيښه کې يو تن وژل شوى او د يوې ښځې په ګډون ٧ کسان ژوبل شوي دي.
په لاهور کې د تیز باد له امله د شارټ سرکټ له امله په یو ټرانسفارمر کې اور ولګېد.






