د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې د پوهنې ریاست چارواکو وړیا درسي کتابونه د دې پر ځای چې زده کوونکو ته یې ورکړي، پلوري

0
117

باغی ټی وی رپورټ

چاغي ليويز کوئټه ته تلونکي يو ټرک باندي چاپه وهلي او د درسي کتابونو 19 بوري ئي برآمد کړي دي او د ډرائيور پشمول دري کسان ئي نيولي دي۔

د چاغي ډپټي کمشنر حسين جان بلوچ رسنیو ته وويل، ليويز په دالبندين کې په يوه لارۍ چاپه وهلې او د درسي کتابونو ١٩ بورۍ يې موندلې چې په کې يې د سکريپ لاندې پټ کړي وو، دغه درسي کتابونه له دالبندين څخه کويټې ته وړل کېدل.

د چاغي ډپټي کمشنر وويل، چې صادر شوي کتابونه د پوهنې رياست اړوند دي، چې سږ کال زده کوونکو ته په وړيا توګه ورکړل شوي دي.

حسين جان بلوڅ وويل چې د ټرک ډرائيور په ګډون درې کسان نيول شوي دي او د اسسټنټ کمشنر دالبندين په مشرۍ کې د پلټنو کمېټۍ جوړه شوې چې يوه ورځ کې به خپل رپورټ وړاندې کوي.

د ډپټي کمشنر په وینا نیول شوي کس ویلي چې د کبانو له ګودام څخه یې ۶۰۰ کیلو ګرامه درسي کتابونه په ۲۰ روپۍ اخیستي وو.

Leave a reply