د اسلام اباد هائي کورټ د پي ټي آئي مشرانو ملکه بخاري او علي محمد خان د خوشي کولو امر کړی دی
باغی ټی وی رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د ملکه بخاري او علي محمد خان نظربندۍ په ضد د درخواست سماعت کړے دے۔
عدالت د پي ټي آئي د دواړو مشرانو نظربندي کالعدم ګرځولې او د هغوي د سمدستي خوشي کولو حکم ئي ورکړے دے۔
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان تر نيولو وروسته پوليسو د امن د خرابيدو د ويري په نظر د اسد عمر او شاه محمود په شمول د تحريک انصاف يو شمير مشران نيولي دي۔