مولوي عبدالکبیر د افغانستان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

باغی ټی وی رپورټ
د افغان رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده مولوي عبدالکبیر د موقت صدراعظم په توګه ټاکلی دی.
مولوي عبدالکبیر به په موقتي توګه د ملا محمد حسن اخند پر ځای د صدراعظمۍ څوکۍ په غاړه واخلي.
افغان رسنۍ وايي، ملا محمد حسن اخند له څه مودې راهیسې ناروغ دی او د رسمي دندې د ترسره کولو توان نه لري، له همدې امله د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.






