د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې دمئ په توره ورځ ملت لپاره د شرم راوړلو ذمه وار کسان به عدالت ته وړاندې کړل شي

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (آی ایس پي آر) له مخې، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د سیالکوټ ګیریژن لیدنه وکړه او د شهیدانو پر یادګار یې ګلونه واچول.
د پوځ سرلښكر د هېواد د عظمت، ناموس او وقار لپاره د شهيدانو قربانۍ ته خراج تحسين وكړو.
په دې موقع دپوځ سرلښكر وويل هيچا ته به دشهيدانو د يادونو د توهين كولو اجازه نه وركوي او شهيدان د وسله والو ځواكونو، قانون نافذ كوونكو ادارو، حكومتي چارواكو او د پاكستان د ولس لپاره د وياړ ذريعه ده۔
ده ووئيل چې د ورستيو منصوبه بندۍ غمجنې پېښې به بيا نه رامخې ته كېږي، د شهيدانو ستر مقام به تل د پاكستاني اولس په زړونو كښې پاتې وي، شهيدان د پاكستاني ځواكونو لپاره د وياړ ذريعه ده۔
آرمي چيف وئيلي دي چي د نهم مئي په توره ورځ قوم ته د شرمولو ذمه وار کسان به عدالت ته راوستل شي۔
ده ووئيل پاكستان او وسله وال پوځ تل د ټولو شهيدانو او د هغوي كورنيو ته اوليت وركړي او د شهيدانو سترې قربانۍ ته په درناوي او درناوۍ په سترګه ګوري۔
آرمي چيف د ماتحت فارميشنز د محنت، لگن، لوړ مورال او پروفيشنلزم ستاينه وکړه۔
جنرال عاصم منير د افسرانو او سړيو سره خبرې وکړې او ويې ويل چې پوځ بايد مسلکيتوب او داخلي او خارجي چيلنجونو ته پاملرنه وکړي.
د آئي ايس پي آر له مخې آرمي چيف د پروپيګنډا جنګ سره د مقابلې لپاره په ټولو تياريو د تمرکز کولو زور ورکړو۔
ياده دي وي چي تيره ورځ د آرمي چيف جنرل عاصم منير په مشرئ کښي د سپيشل کور کمانډرانو کانفرنس کښي فيصله شوي وه چي په فوځي تاسيساتو باندي د حملي ملزمانو خلاف به د آرمي ايکټ او آفيشل سيکريټ ايکټ لاندي مقدمه چلولي شي۔
ياده دي وي چي د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان تر نيول کيدو وروسته د پي ټي آئي کارکنانو د ملک مختلفو ښارونو کښي احتجاجي مظاهره کړي او اورونه لګولي دي۔ د پي ټي آئي فعالانو پوځي تاسيساتو، د شهيدانو يادګارونو، تاريخي ودانيو، حکومتي جايدادونو او ګاډو ته اور ورته کړ، په شمول د لاهور جناح هاؤس، او د پاکستان پوځ د می نهمه نېټه د تورې ورځې په توګه اعلان کړه.





