د نشه یی توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې څه د باندې زر جریبه د کوکنارو کښت اړولی دی.

د نشه یی توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې څه د باندې زر جریبه د کوکنارو کښت اړولی دی.
17 چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بیلابیلو عملیاتو په لړ کې د هیواد په ۶ ولایتونو کې، له ۱۰۰۰ جریبه ځمکې څخه زیاته د کوکنارو له کښتونو څخه پاکه کړه.
له دې ډلې، ۵۳۰ جریبه ځمکه د بدخشان ولایت په جرم ولسوالی کې، ۴۳۲ جریبه ځمکه د ننګرهار په اچین او نازیانو کې، ۳۲۵ جریبه د تخار په رستاق او کلفګان کې، ۷۰ جریبه د بغلان په تاله او برفک کې، ۶۵ جریبه د پروان په شینوارو کې او ۹ جریبه د بامیانو ولایت په کهمرد ولسوالی کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
اړوند موضوعات
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په ۱۰۰ ګونه جریبه ځمکه د هرات ولایت په اړونده سیمو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.





