د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) ایڈیشنل سیکرټري عامر محمود کیاني به نن په یو خبري کانفرنس کې د تحریک انصاف نه د خپلې استعفی اعلان وکړ.

0
171

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) ایڈیشنل سیکرټري عامر محمود کیاني به نن په یو خبري کانفرنس کې د تحریک انصاف نه د خپلې استعفی اعلان وکړ.

دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي مشر عامر محمود کياني به نن ماښام يو مطبوعاتي کانفرنس کوي چې پکې به دپي ټي ائي څخه داستعفي اعلان کوي.ياده دي وي چي عامر محمود کياني د اين اے 61 نه د تحريک انصاف په ټکټ منتخب شوي وو، عامر محمود کياني د عمران خان يو له نيږدې ملګرو څخه دی، هغه د پي ټي آئي مرکزي جنرل سيکرټري او د شمالي پنجاب صدر هم پاتې شوې دې۔

Leave a reply