د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت په زمان پارک او کینال روډ کې د وراني کواو دوو مقدمو کې د عمران خان عبوري ضمانت د مې تر ۱۹مې پورې غځولی دی

0
104

باغي ټی وي رپورټ

د لاهور د ترهگرۍ ضد عدالت کې د عمران خان په ضد د زمان پارک او کینال روډ د سوځولو او.وراني کولو کښې د دوو مقدمو اورېدنه وشوه.

عدالت عمران خان ته امر کړی چې نن ۱۱ بجو پورې حاضر شي خو عمران خان حاضر نه شو او د هغه وکیل د حاضرۍ نه د استثنیٰ درخواست جمع کړو.

عدالت ویلي چې عمران خان د ضمانتونو له جمع کولو وروسته یوازې دوه ځلې عدالت ته حاضر شوی، دا یوازې د پنځو دقیقو سفر دی.

د عمران خان وکيل وويل زه به د ضمانت په اړه دلائل ورکوم، کله چې عمران خان حاضر شي نو تاسو به فيصله اورو، مونږ د نهم مې د پېښې سخته غندنه کړې او خپله بې پروايي يې څرګنده کړې ده.

وکیل سلمان صفدر وویل چې عدالت دې عبوري ضمانت د مې تر ۱۹مې پورې وغځوله عدالت د درخواست په منلو سره د عمران خان عبوري ضمانت د مې تر 19مې نېټې پورې غځولې او د هغه د يوې ورځې حاضري معافۍ غوښتنه يې هم ومنله.

Leave a reply