د قامي احتساب ترميمي بل 2023ء د پارليمنټ په ګډه غونډه كښې منظور كړے شو

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د قامي احتساب ترميمي بل 2023ء د پارليمنټ په ګډه غونډه كښې منظور كړے شو۔
د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې يو ګوند د نيب ترميمي آرډيننس ته د اين آر او نوم ورکوي په داسې حال کښې چې عدالت وايي نيب د سياسي مقاصدو لپاره استعماليږي خو د آئين له مخې قانون سازي کول د پارليمان واک دے.
ده ووئيل د نېب قانون پخوا په سياسي توګه استعمال شوے دے۔
د نهې په ورځ د پارليمنټ په ګډه غونډه كښې د انساني اعضاء د انتقال ترميمي بل 2021ء، د جزايي قوانينو ترميمي بل 2022 او نور بلونه هم منظور كړل شول۔





