د پنجاب نګران حکومت د پوځ په تاسيساتو او املاکو باندې د بريد کوونکو په ضد د پوځ د قانون لاندې د کارروايۍ منظوري ورکړې ده
باغي ټي وی رپورټ
لاهور: د پنجاب نګران حکومت د پوځ په تاسيساتو او املاکو باندې د بريد کوونکو په ضد د پوځ د قانون لاندې د کارروايۍ منظوري ورکړې ده.
د پنجاب د نگران وزيراعلي محسن نقوي په مشرۍ کښې يوه غونډه شوې چې پکښې د امن او امان صورتحال او د نهم مئي د ترهه ګرۍ پيښو کښې ذمه وار کسانو خلاف د قانوني کاروائي جاج اخستلې شو۔
په غونډه كښې د پوځ په تاسيساتو او املاكو بريد كوونكو شرپسندانو په ضد د آرمي ايكټ لاندې د كارروائي كولو د پرېكړې منظوري وركړې شوه۔
غونډه كښې د شرپسند كسانو په ضد د مقدمو لپاره د ګډې پلټنيزې ډلې جوړولو منظوري هم وركړې شوه۔
سرپرست وزير د مې د نهمې نېټې په پېښو کې د ککړو کسانو د نيولو امر وکړ او د ترهګرۍ پېښو د اصلي عاملينو په پېژندلو کې يې د ټولو امنيتي ادارو پر همکارۍ ټينګار وکړ.
نگران وزيراعلي هدايات کړي چې ملزمانو، سهولتکارانو او ماسټر مائنډ ته د رسيدو لپاره دې موثر ميکانيزم جوړ کړي۔
غونډې ته په بريفنګ کښې وئيلي شوي وو چې ملزمانو په 32 ځايونو د جيو فينسنګ په ذريعه د ملزمانو لټون روان دے، په عکسونو او ويډيوګانو کښې د مخ پيژندګلو لپاره د نادرا ډيټابيس نه مرسته اخستل کيږي۔
محسن نقوي د نیول شویو کسانو پر وړاندې د تورونو د تایید لپاره د فول پروف طرزالعمل د خپلولو لارښوونه وکړه او ویې ویل چې په مسلکي ډول دې کار وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ بې ګناه کس نه وي نیول شوی، د ټولو مجرمینو په وړاندې دې قانوني چلند په مسلکي توګه په اغیزمنه توګه ترسره شي. څارنوالي باید خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي، ترڅو مسوول څوک نه وي.