د پاکستان په قرض کښې دوه زره 685 اربه روپۍ زياتوالے راغلے دے

باغي ټی وی رپورټ
سټيټ بينک د پاکستان د قرض تفصيلات جاري کړي دي۔
د سټيټ بينک له مخې په مارچ مياشت کې د پاکستان ټوله قرضه 57 زره 122 اربه 50 کروړه روپو ته رسيدلې وه، په فبرورۍ کې د پاکستان ټوله قرضه 54 زره 400 اربه روپۍ وه.
د سټيټ بينک لخوا جاري شوي تفصيلات ترمخه د فرورۍ په پرتله په مارچ مياشت کښې قرضونو کښې دوه زره 685 اربه روپۍ زياتوالے راغلے دے.
د سټيټ بينک ترمخه په دسمبر 2022ء کې د پاکستان ټوله قرضه 51 زره 58 اربه 20 کروړه روپۍ وه په داسې حال کې چې په جون 2022 کې دا قرض 47 زره 832 اربه 40 کروړه روپۍ ؤ.
د تېر کال په مارچ کې د پاکستان ټول پورونه ۴۳ زره ۱۲ اربه ۷۰ کروړه روپۍ وو، د ۲۰۲۲ کال د مارچ په پرتله د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان قرض ۳۲.۸ فیصده زیات شو.
د سټيټ بينک ترمخه د مارچ 2022ء نه تر مارچ 2023ء پورې قرضونه 14 زره 109 ارب 80 کروړه روپۍ زيات شوي دي.






