د سنده فوډ اتهارټي د کراچۍ په صدر سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مشر خرم شېر زمان رستورانت سیل کړی دی

باغي ټی وی رپورټ
د سنده فوډ اتهارټي د کراچۍ په صدر سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مشر خرم شېر زمان رستورانت سیل کړی دی.
د سیند فوډ اتھارټی وايي، رستورانت د ناقص حفظ الصحې او د بې کیفیته خوړو د برابرولو له امله بند شوی دی.
د دې نه علاوه د کراچۍ په جنوبي ضلعو کښې دوه نور رستورانتونه هم سیل کړې شوي دي.
خرم شېر زمان د خپل رستورانت تړل د انتقام کار وباله او ويې ويل چې پيپلز ګوند د سياسي زيان ترڅنګ کاروبار ته هم زيان رسولی دی.
ده غوښتنه وکړه چې د بشري حقونو کمېشن دې د سندهـ حکومت د فاشزم نوټس واخلي.





