د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي دي چې تر اوسه د پوځ د قانون لاندې د محاکمې کولو پریکړه نه ده شوې خو د پوځ قانون هم د پاکستان قانون دی

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي دي چې تر اوسه د پوځ د قانون لاندې د محاکمې کولو پریکړه نه ده شوې خو د پوځ قانون هم د پاکستان قانون دی.
نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې خواجه آصف د عمران خان نه پوښتنه وکړه چې ايا ياسمين راشد د کور کمانډر کور باندې د حملې ذمه واره د ايجنسو کارکونکې وه، آيا د عمران خان د تره خور د ادارو ايجنټ دے؟ یونیفورم په لرګی کې؟
ده ووئيل عمران خان يو ځل بيا د رياست لپاره د ګواښ ژبه استعمال كړه، عمران خان ته د لس كاله بند كولو كومه منصوبه نشته، د هغه لپاره 10 ورځې قيد ډېر زيات دے.
د دفاع وزیر وویل کله چې پر پوځي تاسیساتو، جی ایچ کیو، د قول اردوګانو پر ماڼۍ او د شهیدانو او غازیانو په یادونو بریدونه کیږي، ایا د ورتګ او یا ترافیکي سرغړونې ټکټ واخلئ؟ تر اوسه د پوځ د قانون له مخې د محاکمې کولو پرېکړه نه ده شوې، خو د پوځ قانون هم د پاکستان قانون دی.





