د پاکستان فوځ سره د ملاتړ او یو والي لپاره د خیبر ضلعې په لنډی کوتل بازار کښې د بلدیاتی نمائندګانو او عام اولس له لوری یو لوی لاریون وشو

0
263

باغي ټی وی رپورټ

د تفصيلاتو ترمخه د لنډي کوتل مقامي حکومتونو او عامو خلقو لخوا د پاکستان فوځ په حق کښي يوه ريلي اوشوه او پخواني ایم پی اے شفیق شیر افریدي د پاکستان فوځ سره د پیوستون په لاریون کې د پاکستان پوځ زنده باد نعرې ولګولې.

تحصیل چیرمین شاه خالد شینواری. ټولنيز فعال محمد اسلام شينواري، چيئرمېن حاجي شېر آفريدي او نورو بلدياتي ادارو نمائندګانو او مشرانو وينا وه چې په دې سخت وخت کې به د پاکستان فوځ سره اوږه په اوږه ولاړ وي او د پاکستان تحريک انصاف په احتجاجي مظاهره کې د دولتي املاک د زيان په کلکه غندنه کوي.

هغوب زياته کړه، چې په هېواد کې د سولې ټينګښت د پاکستان د فوځ او استخباراتي ادارو د غوره تګلارې له امله شونى دى او د هغوى د قربانيو له امله په هېواد کې ثبات رامنځته شوى دى.

د جلسې ګډون والو د هغه قربانۍ ته په درناوي سره اوویل چې خارجي عناصر د پاکستان د کمزوري کولو سازشونه کوي خو دوی به پکې کامیاب نه شي. پاکستان به تر قیامته په امن کې وي.

دوی ووئيل چې ولس او د پاكستان د فوځ مشران ټول په يو صف كښې دي او د هېواد دښمنانو ته به اجازه ورنه كړي چې په دې كار كښې بريالي شي۔ مظاهره چيانو د پاک فوځ زنده باد پاک آرمی زنده باد نعرې وهلې او وروسته ی په امن سره
لاریون پای ته ورسول.

Leave a reply