د سترې محکمې مخې ته د پاکستان د ډيموکرېټک موومنټ (پي ډي اېم) د جلسې له امله امنيتي اندېښنې رابرسېره شوي دي

0
96

باغی ټی وی رپورټ

اسلام اباد: د سترې محکمې مخې ته د پاکستان د ډيموکرېټک موومنټ (پي ډي اېم) د جلسې له امله امنيتي اندېښنې رابرسېره شوي دي.

د ضلعي انتظاميي او پوليس د انديښنو نه وفاقي وزير داخله رانا ثناالله ته خبر کړي دي۔

دسرچينو له مخې داخله وزير ته وئيلي شوي دي چې دسترې محکمې بهر دخلکو دزياتې غونډې له امله به دامنيت انديښنې وي، په ريډ زون کې مهمې حکومتي ودانۍ او سفارتونه موجود دي.

بل خوا د سترې محکمې په شاوخوا کې امنيتي تدابير زيات شوي او ريډ زون ته د ننوتو لپاره له يوې پرته ټولې لارې تړل شوي دي.

دفعه 144 او دفعه 245 لا دمخه په ټوله ضلع کې نافذ دی ، پولیس ، ایف سی او رینجر ځواکونه په ریډ زون کې ځای پرځای شوي ، د 245 سیکشن لاندې پوځ د مهمو ودانیو بهر ځای په ځای شوی دی. بلخوا د احتجاجي ناستې د ځای بدلولو پرېکړه نه ده شوې، مولانا فضل الرحمن د سترې محکمې بهر پر ناستو ټينګار کوي، رانا ثناالله وايي، چې مولانا فضل الرحمن به د سياسي مشرانو په مشوره د لاريون د وروستي ځاى اعلان کوي.

Leave a reply