د پاکستان د ډیموکریټک تحریک (PDM) د دھرنې له امله د سترې محکمې قاضیان د شا دروازې کارولو ته اړ شوي
باغي ټی وی رپورټ
په اسلام اباد کې د پاکستان ډیموکریټک تحریک لخوا د عدالتي چلند په ضد د سپریم کورټ مخې ته دھرنا دوام لري.
د دھرنې له امله د سترې محکمې قاضيان د شا دروازې کارولو ته اړ شوي. د سترې محکمې د لويو لارو بندېدو له امله قاضيان او کارکوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
د قاضيانو ګاډي د وزيراعظم د دفتر له دروازې څخه چې د سپريم کورټ پارکنګ لاټ سره تړلي وو روان شول، په داسې حال کې چې د عدالت د کارکوونکو بسونه هم د وزيراعظم دفتر دننه د پارکينګ له لارې روان شول.