د پاکستان د ډیموکریټک تحریک (پي ډي ایم) فعالان د سترې محکمې مخې ته د پرلت لپاره رسېدلي دي، په داسې حال کې چې د پی ډی ایم مشرتابه هم دې ناستې ته رسېدلي دي

0
113

باغی ټی وی رپورټ

د متحدو ګوندونو مشران هم د پي ټي اېم دھرنې ته رسېدلي چې پکې د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان او د (ن) ليګ مشرې مريم نواز هم ناستې ته رسېدلي دي.

د جے یو آئی سره د حکومت مذاکرات ناکامه شول ،

تر دې وړاندې د حکومت او جے یو آئی (ف) تر منځ خبرې اترې ناکامې شوې وې چې وروسته مولانا فضل الرحمان حکومت ته واضحه کړې وه چې د سترې محکمې مخې ته به احتجاج کوي.

دپوليسو سرچينې وائي چې داحتجاج به دسترې محکمې څخه لږ شاته جوړولى شي، که دالیکشن کميشن يا وزيراعظم هاوس مخې ته سټيج جوړ کړل شي نو هيڅ اعتراض نشته.

د جے يو آئي مشر مولانا فضل الرحمان په بلنه د پنجاب له مختلفو ښارونو څخه د جے يو آئي، مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ قافلې اسلام آباد ته راروانې دي۔

د (ن) ليګ، پيپلز پارټۍ او جے يو آئي قافلې د فيصل آباد، سرګودها، جهانيان، حافظ آباد، ميانوالي، خانيوال، بهاولپور، راولپنډۍ او نورو ښارونو نه اسلام آباد ته رسيدلي دي۔
له فيصل اباد نه د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ (ن) کارکنان په انفرادي توګه اسلام اباد ته روان شول، په ميانوالي کې د (ن) ليګ (ن) يو لوى کاروان د اسلام اباد له روخري هاوس څخه د لاريون لپاره روان شو.

بلخوا د پي ډي ايم کارکنانو کوشش وکړ چې ريډ زون ته ننوځي چرته چې نادرا چوک ته رسيدلي کارکنان د پوليس لخوا واپس وليږل شول، پوليس کارکنانو ته هدايت کړے چې د مارګله روډ يا ايوب چوک نه ريډ زون ته داخل شي.

د جے یو آئی فعالانو د ریډزون پولیس خنډونه مات کړل او ریډزون ته ننوتل او د سترې محکمې مخې ته حاضر شول.

ډي چوک او پارليمنټ سړک وتړل شو

د دې نه علاوه وفاقي پلازمينه کښې ټول حالات د معمول په شان روان دي، ډي چوک انتظاميې په مکمله توګه بند کړے دے او د سپريم کورټ نه بهر د ايف سي او پوليس په گڼ شمير کې گمارل شوي دي.

انتظاميي د سرينا چوک نه تر پارليمنټ پوري سړک بند کړے دے او د سرينا چوک نه تر دستور هائي وے هم ټرافيک بند کړے شوے دے۔

د ضلعي انتظاميي او پوليس د انديښنو نه وفاقي وزير داخله رانا ثناالله ته خبر کړي دي۔

دسرچينو له مخې داخله وزير ته وئيلي شوي دي چې دسترې محکمې بهر دخلکو دزياتې غونډې له امله به دامنيت انديښنې وي، په ريډ زون کې مهمې حکومتي ودانۍ او سفارتونه موجود دي.

Leave a reply