کوئټه: د لږ لفظي شخړي په سر د دوه ډلو ترمينځه ډزو کښي د څلور وروڼو په شمول پنځه کسان مړه شوي دي

0
131

باغی ټی وی رپورټ

د کوټې په سریاب سیمه کې په ګهي خان چوک کې د دوو ډلو تر منځ په ډزو کې د څلورو وروڼو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

ايس ايچ او کيچي بيګ قادر قمبراني وئيلي دي چې د سرياب سيمه ګهي خان چوک سره نزدې سيمه کې د تعميراتي کار په مهال د دوو ګاونډيانو ترمينځ شخړه شوې وه چې په وسله واله نښته بدله شوې وه.

په ډزو کې څلور وروڼه غلام فاروق، محمد دین، محمد حنیف، نصرالله او ذوالفقار وژل شوي دي.

په ډزو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي هم دي.

د راپورونو له مخې د وژل شویو او ټپیانو جسدونه ملکي روغتون او د بولان میډیکل کمپلکس ته لېږدول شوي دي.

Leave a reply