د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) ویلي، هغه څه چې دښمن یې په ۷۵ کلونو کې و نه کړې شول ، د واک ترلاسه کولو په لیوالتیا کې یوې سیاسي ډلې کړې دي،

0
95

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) ویلي، هغه څه چې دښمن یې په ۷۵ کلونو کې و نه کړې شول ، د واک ترلاسه کولو په لیوالتیا کې یوې سیاسي ډلې کړې دي، په داسې حال کې چې په دغو عملیاتو کې اسانتیا برابرونکي، پلان جوړونکي او سیاسي جنګیالي لاس لري.
د آئي ايس پي آر له مخې نهم مئي به د يو تياره باب په توګه ياد ساتلې شي۔د پي ټي آئي چيئرمېن د اسلام آباد هائي کورټ نه د قانون مطابق تيره ورځ د نيب چارواکو په وينا نیول شوې دې.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي يوي خوا دغه شرپسند عناصر د خپلو محدودو او خود غرضو مقاصدو د پوره کولو لپاره د عوامو جذبات را پاروي او بل طرف ته د ملک لپاره د فوځ اهميت هم په ډاګه کوي او دا سیاسي مشران دوه مخې سیاست کوي چې د ملک لباره زیان جوړیږي.

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي يوي خوا دغه شرپسند عناصر د خپلو محدودو او خود غرضو مقاصدو د پوره کولو لپاره د عوامو جذبات په زوره هڅي کوي او بل طرف ته د ملک لپاره د فوځ اهميت هم په ډاګه کوي او د اولس په سترګو کښي دوړو اچوي۔ خلک نه ستړي کیږي، کوم چې د دوه ګوني مثال دی

د آی ایس پي آر له مخې هغه څه چې د هیواد ابدي دښمن په ۷۵ کلونو کې ونه کړای شول، دغه ډلې د واک په لیوالتیا کښې جامو کړی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، چې پوځ له ډېر زغم څخه کار اخیستی او د خپل ناموس له پروا پرته یې د هېواد د پراخو ګټو په خاطر په ډېر زغم سره کار کړی، چې له دې وضعیت څخه یوه نه هېرېدونکې هڅه وه. بیان کښې زیاتوی چې پوځ به سمدستي غبرګون وښيي چې د خپلو ناوړه سياسي موخو لپاره ترې کار اخيستل کېږي، خو د پوځ بالغ ځواب دغه دسیسه شنډ کړه.

د آئي اېس پي آر ترمخه مونږ ته ښه معلومه ده چې د دې تر شا د پارټۍ د يو شمېر شريرو قيادت لخوا امرونه، هدايات او بشپړه منصوبه بندۍ وه، چې په دې کاروائيو کښې د ککړو سهولتکارانو، منصوبه سازانو او سياسي کارکنانو پېژندګلو هم شوې ده او سختې کاروائې به شوې دې۔ د قانون له مخې به يې پر وړاندې قانوني چلند وشي او دا ټول ناوړه عناصر به اوس د پايلو مسووليت په خپله غاړه اخلي.

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي په ټولو قانون نافذونکو ادارو، فوځي او رياستي تاسيساتو او املاک پشمول په فوځ باندي هر قسمه حمله به سخته جواب ورکړے شي او ټول ذمه واري به هم هغه ډلي په غاړه واخلي کوم چي پاکستان د کورني جنګ طرف ته بوځي۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي هېچا ته دا اجازت نه شي ورکولي چي خلک وهڅوي او قانون په خپل لاس کښي واخلي.

Leave a reply