د عمران خان نیولو په ضد پي ټی آی مشران په احتجاجی پرلت لاس پورې کړې دې
باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان د نيولو په ضد د پاکستان تحريک انصاف د مشرانو لخوا لنډي کوتل کښې په پاک افغان لويه لار چاروازې کښې احتجاجي پرلت روان دې.
په لنډي کوتل پاک افغان هائي وے احتجاجي پرلت کښي ځوان ديني عالم محمد عدنان قادري، د پاکستان تحريک انصاف خيبر ضلعي ايډيشنل جنرل سيکرټري شير مت خان آفريدي او نور مشران هم موجود وو۔
د لنډي کوتل – پاک افغان لویې لارې د احتجاجي پرلت په موقع ميډيا سره په خبرو کې محمد عدنان قادري اوويل چې د پاکستان تحريک چيئرمين تر خوشي کيدو پورې به د خيبر ضلعې په ټولو تحصيلونو کښې پرامن احتجاج جاري وی،هغه اوویل چې زمونږ احتجاج سوله ایز دی، هیڅ کارکونکي او عام وګړی ته به د ورانکارۍ اجازه نه ورکول کیږي او هیڅ دولتي املاک ته به زیان نه رسیږي.