د پنجاب او خېبرپښتونخوا حکومتونو په صوبو کې د امن ساتلو لپاره د پاکستان د فوځ د خدمتونو پیل کولو غوښتنه کړې ده

0
193

باغي ټی وی رپورټ

لاهور: د پنجاب او خېبرپښتونخوا حکومتونو په صوبو کې د امن ساتلو لپاره د پاکستان د فوځ د خدمتونو پیل کولو غوښتنه کړې ده.

د پنجاب حکومت لخوا د پاکستان د فوځ د خدماتو غوښتنه شوې وه چې په اړه یې د کورنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ د خدماتو منظوري ورکړه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د پوځ د لسو کمپنیو خدمات د پنجاب حکومت ته سپارل شوي دي.

وفاقي داخله وزارت پنجاب کښې د فوځ تعینات کولو نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

بل لوري ته د خېبرپښتونخوا حکومت وفاقي حکومت ته درخواست کړی چې صوبې ته دې پوځ ولیږي.

Leave a reply