ميډيکل بورډ د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان چې د نيب په حراست کښې دے صحت مند اعلان کړے دے

0
152

باغي ټي وی رپورټ

دسرچينو له مخې دډاکټر رضوان تاج په مشرۍ کې دپمز هسپتال پينځه ډاکټرانو اؤ پولي کلينک دوه ډاکټرانو مشتمل ميډيکل بورډ دعمران خان طبي معاينه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې عمران خان ډاکټرانو ته د کوم درد شکایت نه دی کړی، د عمران خان د وینې فشار، د شکر کچه، نبض او نورمال دی.

د سرچينو ترمخه دعمران خان يوځل څخه زيات ميډيکل معاينات شوي، دعمران خان ميډيکل رپورټ نيب چارواکو ته سپارل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې د عمران خان د وينې سي پي، ايل پي، آر ايف ټي، ايل ايف ټي ترسره شوي، د ډاکټرانو په سپارښتنه د عمران خان د وينې او پيشاب نمونې هم اخېستل شوي، د ډاکټرانو په سپارښتنه د عمران خان ايکسرې هم شوي دي.

Leave a reply