اسلام آباد: د توشه خانه کيس کښې د ډسټرکټ او سيشن کورټ لخوا عمران خان باندې نن د فرد جرم لګولو امکان دې
باغی ټی وي رپورټ
د توشه خانې د کيس اورېدنه به د پوليس لائن هيډکوارټر اېچ اليون په مېلمستون کښې کېږي چرته چې عمران خان به وړاندې کېږي.
د ايډيشنل سيشن جج همايون دلاور نن عمران خان ته د فرد جرم لګولو لپاره په شخصي توګه احضار کړے دے.
په تير اوريدنه کې عدالت د توشه خانې د مقدمې د داخلېدو او دائره کارۍ اړوند درخواستونه رد کړي وو.