قامي احتساب بيورو (نيب) د مني لانډرنګ ريفرنس کښې وزيراعظم شهباز شريف او حمزه شهباز بې ګناه ګرځولي دي

باغي ټی وی رپورټ
قامي احتساب بيورو (نيب) د مني لانډرنګ ريفرنس کښې وزيراعظم شهباز شريف او حمزه شهباز بې ګناه ګرځولي دي۔
د لاهور د احتساب عدالت جج قمر الزمان د شهباز شريف، حمزه شهباز او نورو په ضد د مني لانډرنګ کيس اورېدنه کړې ده.
د شهباز شريف استازى انور حسين عدالت ته وړاندې شو او خپله حاضري يې بشپړه کړه.
نيب د مني لانډرنګ ريفرنس ضمني رپورټ لاهور احتساب عدالت کښې جمع کړې دې رپورټ کښې شهباز شريف، حمزه شهباز او نور د مني لانډرنګ ريفرنس کښې بې ګناه ګرځول شوي دي۔
ياده دي وي چي نيب د شهباز شريف خاندان او نورو په ضد د مني لانډرنګ ريفرنس دائر کړے دے۔
احتساب عدالت د مقدمې نوره اوريدنه تر 24م مئي پورې وځنډوله۔





