د پي ټي ائي د مشر عمران خان له نيول کېدو وروسته په ښار کې قهرجنو خلکو پراخ لاريون وکړ او موټرونه يې وسوځول

0
176

باغی ټی وی رپورټ

کراچۍ: د پي ټي ائي د مشر عمران خان له نيول کېدو وروسته په ښار کې قهرجنو خلکو پراخ لاريون وکړ او موټرونه يې وسوځول.

د پولیسو په وینا، پرون د خلکو یو بس او د اوبو دوه ټانکرونه سوځول شوي، په شارع فیصل کې د دوو درجنو نه زیات موټرسایکلونه او د پولیسو یوه زنداني ګاډي هم سوځول شوي دي.

د پولیسو په وینا مظاهره چیانو د څو ګاډو کړکۍ هم ماتې کړې، یو ایس پي، یو ډي ایس پی او د لسو نه زیات چارواکي ژوبل شوي دي.

پوليس وايي د پي ټي آئي د مشر علي زيدي په شمول ګڼ شمير کارکنان ګرفتار کړے شوي دي

Leave a reply