د پاکستان د پخواني لومړي وزير او د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان د محکمې له خوا له نيول کېدو وروسته د هېواد په ګڼو ښارونو کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه روان دي

0
268

باغي ټی وی رپورټ

په لاهور کې د زمان پارک شاته سړکونه بند دي په داسې حال کې چې کنال روډ د ټرافیک لپاره بند دی او د پکیټ بار وړونکي کارکونکي په سړکونو ولاړ دي.

لاریون کونکو په ګاډو د لرګیو ګوزارونه وکړل او د امبولانسونو لاره یې هم بنده کړه په داسې حال کې چې پولیس او اداره په بشپړه توګه نه وه.

د دې نه علاوه د ملک په مختلفو برخو کښې د پي ټي آئي کارکنانو د احتجاج په مهال په ودانيو، املاک او عامه ځايونو باندې حملې کړي، ويجاړولو، سوځولو او د ډبرو ګوزارونه يې کړي دي او ٢٨ ګاډي او يو سکول يې هم سوځولي دي.

د راولپنډۍ په مری روډ او د اسلام اباد په ډي چوک کې هم د پي ټي ايي لخوا احتجاجونه شوي دي.

قهرجنو مظاهره چيانو په لاهور او فيض اباد کې بېلابېل سړکونه بند کړي، مظاهره چيانو د پوليسو د څلورو موټرو په ګډون اووه شخصي ګاډي سوځولي او د سړکونو بندېدو له امله د خلکو ژوند تريخ شوی دی.

دې نه علاوه قهرجنو مزدورانو په مين بليوارډ ګلبرګ کښې د ډيپارټمنټ سټور او پلازه لوټ کړې، اے ټي ايمونه يې لاندې کړي، له شوروم نه يې د قيمتي ګاډو ټايرونه او ريمونه اوچت کړي، په داسې حال کښې چې په لاهور کښې مظاهره چيانو د (ن) په مرکزي سيکرټري حمله کړې ده. په ماډل ټاون کې لیګ او مرکزي سیکرټریټ سوځول شوي.

دپوليسو لخوا په ځوابي ډزو کې 3 کسان وژل شوي اؤ دپوليسو په شمول 110 کسان ژوبل شوي دي، په لاهور کې دډي آئي جي اپريشن اؤ ايس پي کينټ په گډون 30 پوليس اهلکار ژوبل شوي دي.

ګوجرانواله کې ډزو کې یو کس وژل شوی او ۴ نور ژوبل دي، په اسلام اباد کې شاوخوا ۱۰۰ کارکنان نیول شوي دي.

پيښور کښي د خيبر روډ پشمول سرکاري دفترونو ته تلونکي سړکونه بند کړي شوي ولي ټولي تعليمي اداري دري ورځو پوري تړلي شوي او د ميټرک امتحانونه هم ځنډولي شوي دي۔

د عمران خان د نيولو په ضد د احتجاجونو وروستو په سوشل ميډيا د خلکو اکثريت خپل غصه ښودلې ده او دفعه 144 نافذه شوې ده.

Leave a reply