د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو وروستو د آل پاکستان پرائیویټ سکولز فیډریشن اعلان کړی دی چې نن به ټول ملک کې خصوصي سکولونه تړلي وي

0
175

باغی ټی وی رپورټ

په خیبر پښتونخوا کې د سکولونو په ګډون ټول تعلیمي ادارې له نن نه تر شنبې پورې تړلې دي.

د دې تر څنګ په صوبه کې د نهم او لسم ټولګي امتحانونه هم د مې تر 13مې نېټې ځنډول شوي دي.

بل خوا د لاهور ټول سرکاري سکولونه به نن هم تړلي وي او د راولپنډۍ تعليمي بورډ تر سيوري لاندې د نهم ټولګي امتحانونه ځنډولي شوي دي۔

د تعلیمي بورډونو چیئرمېن کمیټې په پنجاب کښې د نن ورځې امتحانونو ځنډولو فیصله کړې ده.

بل لوري ته د حالاتو په نظر کې نیولو سره برټش کونسل هم نن د مئ په لسمه اخیستل شوي امتحانونه منسوخ کړي دي او د فیډرل بورډ لخوا ترتیب شوي د مطالعې پاکستان امتحان هم نن منسوخ کړی شوی دی.

بل لوري ته به نن په کراچۍ، حيدراباد او شهيد بېنظير اباد کې د مېټرک امتحانونه د معمول په څېر اخيستل کېږي.

بلخوا د کوئټې سردار بهادر خان وومن يونيورسټۍ به نن هم تړلې وي۔

Leave a reply