اسلام آباد: د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان خلاف د مقدمې اورېدنه به نن په پوليس لائن ګېسټ هاؤس کښې کيږي

0
190

باغي ټی وی رپورټ

د جيو نيوز ترمخه نيو ګيسټ هاوس پوليس لائن ته د يو وخت لپاره د عدالت حيثيت ورکړے شوے د کومي نه چي نوټيفيکيشن هم جاري کړے شوے دے۔

نوټيفيکيشن ترمخه عمران خان به د ايف ٨ او جي ١١ په ځائے په پوليس لائن نوي ګيسټ هاؤس کښې پيش کولے شي او د احتساب عدالت او جوډيشل مجسټريټ ته به وړاندې کولے شي۔

د ايډيشنل سيشن جج همايون دلاور پوليس لائنز ته رسيدلي دي، د پوليس لائنز نه بهر کنټينرونه ايښودل شوي دي او د پوليس ګنړ شمير پوليس ګمارلي شوي دي۔

ايډيشنل سيشن جج همايون دلاور هم د توشه خانه کيس سماعت کوي.

سرچينې وائي چې عمران خان دامنيتي تدابيرو په توگه دنيب دفتر پرځای دپوليسو په ليکه کې ساتل شوى دى، دهغه نيولو وروستو هغه دنيب دفتر او بيا نامعلوم ځايې ته ليږدول شوى دى.

دپوليسو دچارواکو په وينا ځانگړې محکمې ته به دعدالتي ليست له مخې رسيدلى شي او دعمران خان دوړاندې کيدو په اړه دکوريج اجازه به دججانو په خوښه وي.

سرچينې وائي د نيب چارواکي به عدالت ته د عمران خان د 14ؤ ورځو جسماني ريمانډ غوښتنه کوي.

قانوني ټیم ونه توانید

د عمران خان قانوني ټیم نست یونیورسټۍ چوک کې ودرول شو او د تحریک انصاف مشرانو بابر اعوان، شاه محمود او اسد عمر ته هم پولیس لائنز ته د ننوتو اجازه ورنکړل شوه.

Leave a reply