ناټو: د نړۍ سترګې افغانستان ته دي

ناټو: د نړۍ سترګې افغانستان ته دي

د ناټو عمومي منشي د افغانستان په اړه د دغه سازمان دغړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په یو ویډیويي کنفرانس کې وویل چې د ټولې سترګې افغانستان ته دي.

 

(2021 / 8 / 21 نېټه باغی ټلویزیون)
د ناټو عمومي منشي د افغانستان په اړه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر ویډیویي کنفرانس وروسته یوې خبري ناستې ته ویلي چې په یاده غونډه کې تر ډېره له افغانستان څخه د هغو افغانانو پر ایستلو بحث شوی دی چې غواړي ووځي. سټولټنبرګ زیاته کړې چې د ټولې نړۍ سترګې هغو کسانو ته دي چې پر افغانستان واکمن دي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی چې طالبان باید تاوتریخوالی سمدستي بند کړي او د ټولو افغانانو بنسټیزو حقونو ته پوره درناوی وکړي. هغه دغه راز ویلي چې د اسلام اباد د منډو نتیجه باید په افغانستان کې د ټولو اړخونو په ګډون د یوه حکومت جوړېدل وي ځکه چې اسلام اباد له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او کولی شي ورباندې فشار راوړي. سټولټنبرګ همدا راز څرګنده کړې، پاکستان باید دا هم یقیني کړي چې افغانستان له نړیوالو سره پر خپلو ژمنو عمل کوي څو دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文