د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد های کورټ د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیول کېدو قانوني اعلانولو پرېکړه چېلنج کړي

0
81

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد های کورټ د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیول کېدو قانوني اعلانولو پرېکړه چېلنج کړي او په ورته وخت کې یې اعلان کړی چې د عمران خان تر خوشي کېدو پورې به په ټول هېواد کې پرامن احتجاجونو ته دوام ورکوي. یا

د عمران خان له نيول کېدو وروسته د پي ټي ايي د مشرانو يوه مهمه بېړنۍ غونډه د وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي په مشرۍ کې وشوه.

د راپورونو له مخې په غونډه کې د مرکزي مشرانو او د بېړنۍ کمېټۍ غړو ګډون کړی و، په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د اسلام اباد هايي کورټ د قانون له مخې د عمران خان د نيول کېدو پرېکړه په سترې محکمې کې چیلنج کړي.

د پي ټي آئي وائس چيرمين شاه محمود قريشي وئيلي دي چي عمران خان د نيولو نه پس اسلام آباد ته رسيدلي چرته چي د اعلي قيادت سره ئي خبري کړي دي۔

ده ووئيل چې نن به د اسلام آباد هائي كورټ پرېكړه په سپريم كورټ كښې چيلنج كوي او د قامي اسمبلۍ مشر به د عمران خان سره په نېب محكمه كښې ملاقات كوي۔

شاه محمود قريشي وويل دعمران خان دنيولو په ضد په ټول هيواد کې احتجاجونه يو فطري عمل دى، دپخواني وزيراعظم اؤ دپارټۍ چيئرمين په کومه طریقه نيول شوى فطري عمل دى، دعمران خان نيول روا نۀ دي.

هغه وويل چې کارګران لاريون کوي ​​او بايد لاريون ته دوام ورکړي، خو کارګران بايد قانون په خپل لاس کې ونه نيسي، سوله ييز لاريون ستاسو قانوني او اساسي حق دى.

ياده دې وي چې د قامي احتساب بيورو (نيب) تيره ورځ د تحريک انصاف مشر او پخوانې وزيراعظم عمران خان نيولې وو۔

د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د پوځي ادارو د بيان بازۍ پشمول نورو کيسونو کښې د ضمانت لپاره اسلام آباد هائي کورټ کښې حاضر شو چرته چې د رينجرز سختې نفری عمران خان هائي کورټ ته بوتلو۔

وروستو د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان د نيولو په مهال د رينجرز لخوا د عدالتي څانګې د کړکۍ د ماتولو او وکيلانو د تشدد د مقدمې اورېدنه وکړه.

عدالت د دلائل اوريدو نه پس فيصله محفوظ کړے او بيا ئي د قانون مطابق د عمران خان ګرفتارئ اعلان کړے دے۔

Leave a reply