د القادر ټرسټ په مقدمه کې د اربونو روپو د کرپشن په تور نيول شوی عمران خان به نن احتساب عدالت ته وړاندې کيږي

0
65

باغی ټي وي رپورټ
د القادر ټرسټ په مقدمه کې د اربونو روپو د کرپشن په تور نيول شوی عمران خان به نن احتساب عدالت ته وړاندې کيږي.

د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د نيب راولپنډئ نه پوليس لائن اسلام آباد ته منتقل کړے شوے دے۔
د رپورټونو ترمخه د عمران خان خلاف د مقدمې اورېدنه به نن د اسلام آباد پوليس لائن ګيسټ هاؤس کښې کيږي، نوي ګيسټ هاوس پوليس لائن ته د يو ځل لپاره د عدالت حيثيت ورکړے شوے د کومي چې نوټيفيکيشن جاري کړے شوے دے۔ياده دې وي چې د قامي احتساب بيورو (نيب) تيره ورځ د تحريک انصاف مشر او پخوانې وزيراعظم عمران خان نيولې وو۔

د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د پوځي ادارو د بيان بازۍ پشمول نورو کيسونو کښې د ضمانت لپاره اسلام آباد هائي کورټ کښې حاضر شو چرته چې د رينجرز سختې نفری عمران خان هائي کورټ ته بوتلو۔وروستو اسلام اباد هائيکورټ د عمران خان نيول قانوني اعلان کړل، د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق محفوظه فيصله وکړه او د داخله سيکرټري او آئي جي اسلام آباد ته يې د توهين توهين نوټس جاري کړو.

د دې نه علاوه د هائي کورټ رجسټرار ته په وکيلانو د تشدد کولو او د سامان ماتولو په ضد د ايف آئي آر درج کولو حکم ورکړے شوے دے۔

Leave a reply