د بلوچستان هائي کورټ د پخواني وزيراعظم عمران خان خلاف د آئين نه سرغړونې او غدارۍ مقدمه کښې د کارروائي شروع کولو درخواست باندې اړخونو ته نوټس جاري کړے دے

0
153

باغي ټی وی رپورټ

د پخواني وزيراعظم عمران خان په ضد د اساسي قانون خلاف ورزي او د غدارۍ مقدمې کې په هاي کورټ کې د آئيني درخواست ابتدائي اوريدنه د هائي کورټ چيف جسټس نعيم اختر افغان په مشرۍ دوه کسيزه بينچ وکړه.

عدالت د درخواست کونکي لخوا د ارټيکل شپږم لاندې کارروائي شروع کولو په درخواست باندې اړخونو ته نوټس جاري کړې او د مئي په 29مه نيټه يې جواب طلب کړی دی.

د درخواست کوونکي د وکيل له لوري غوښتنه شوې چې د سترې خيانت په تړاو د سترې محکمې د تېرو او وروستيو پرېکړو په رڼا کې دې حکومت ته لارښوونه وکړي.

په درخواست کې د پاکستان حکومت د قامي اسمبلۍ د سيکرټري او د قانون او انصاف د سيکرټري په ذريعه خواست شوی دی.

د امان الله کنرانی په وینا، محکمې د ښکېلو غاړو تر څنګ لویې څارنوالۍ ته هم په قضیه کې د مرستې لپاره نوټس استولی دی.

Leave a reply