د تحریک انصاف مشر اسد عمر وړاندیز کړی چې اوس د دې وخت دی چې عمران خان او جنرال عاصم منیر په یوه کوټه کې کېني او د یو بل اندېښنې واوري

0
169

باغي ټی وی رپورټ

په یوه مرکه کې اسد عمر ویلي چې جنرال عاصم منیر ته ویل شوي خبرونه ښايي رښتیا نه وي او هغه خبرې چې عمران خان ته ویل کیږي ښايي حقیقت نه وي.

اسد عمر زیاته کړه چې د ده دا وړاندیز د ګوند دریځ نه دی بلکې د هغه خپل نظر دی خو هیچا ته به پرې اعتراض نه وي.

له دې وړاندې د آئي اېس پي آر د بيان په غبرګون کې اسد عمر ويلي وو چې هغه د آئي اېس پي آر له بيان سره پوره اتفاق لري، د تورونو د هواري لپاره بايد قانوني لاره ونيول شي.

اسد عمر وویل چې عمران خان د ایف آی آر درج کولو لپاره سترې محکمې ته د تګ هڅه کړې، دا به د هغې ادارې لپاره مثبت ګام وي چې د دې قانوني لارې ملاتړ کوي.

Leave a reply